ډېر لوستل شوي

روبيو په غزه کې د صهيونيست رژيم له لوري د بمباريو پر درولو ټينګار کړی

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو ټينګار کړی، چې د حماس جهادي غورځنګ له لوري د يرغمل شويو کسانو د خوشې کېدو په موخه صهيونيست رژيم بايد په غزه کې بمبارۍ ودروي.
نوموړي له «سي بي اس» شبکې سره په خبرو کې ويلي: «دا کار د جګړې په دوام سره نه شي کېدلی.»
روبیو همداراز خبرداری ورکړی، چې د خوشې کېدو لړۍ باید «ډېر ژر» او په چټکۍ سره ترسره شي.
د راپورونو له مخې روبیو څرګنده کړې، چې حماس عملاً د ولسمشر ټرمپ وړاندیز شوي چوکاټ سره «بنسټیزه» هوکړه کړې او اوس د تخنیکي او لوژستیکي جزیاتو د تنظیم لپاره غونډې روانې دي.
دا په داسې مهال ده، چې ټاکل شوې نن په مصر کې د حماس جهادي غورځنګ او اسرائيلو ترمنځ د غزې د اوربند د تړون په تړاو مخامخ مذاکرات ترسره شي.

اړوند خبرونه