د اسلامي امارت مشرتابه په کندهار کې د هېواد د ۳۴ ولايتونو د واليانـو او ولسوالانـو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي سيمينار کې ګډون کړی او ګډونوالو ته يې مهمې ويناوې او سپارښتنې کړې دي.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد د اسلامي امارت د مشرتابه په حواله ويلي: «تاسو د اسلامي امارت د اعتماد خلک او د نظام استازي یاست، له خلکو سره په نرمه رویه چلند وکړئ، نیتونه مو اصلاح کړئ او د الله تعالی د دین خدمت ته لومړیتوب ورکړئ.»
د اسلامي امارت مشرتابه زياته کړې، چې د مشرانو عمل د ټولنې پر خلکو اغېز لري، نو والي او ولسوال دې د تقوا او اخلاص مثال وي.
امیرالمؤمنین د علماوو د درناوي، د شریعت د عملي کولو، د فساد د مخنیوي، د امانتدارۍ، له رشوت او تحفو د ډډې کولو، او د خپلو مافوقینو د اطاعت سپارښتنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي امارت مشرتابه ټولو مسوولينو ته د نظام د پیاوړتیا او د دین د خدمت توفیق دعا کړې ده.

