ډېر لوستل شوي

د نړيوالو مرستو له کمېدو سره مخ د م.م د کډوالو چارو ادارې ۵ زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړي

د نړيوالو مرستو د کمېدو له امله د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) شاوخوا پنځه زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

د دې ادارې مشر فیلیپو ګراندي ويلي، د ۱.۳ ميليارډه ډالرو بوديجې له کموالي سره د خوړو نړيوال پروګرام، د کډوالو بيامېشتېدنه او يو شمېر نور بشري پروژې له درېدلو سره مخ شوې دي.

نوموړي زياته کړې، که د مالي ملاتړ بهير بېرته پياوړی نه شي، نو د ميليونونو بې‌ځايه شويو او اړمنو کسانو ژوند به له سختو ننګونو سره مخ شي.

دا په داسې مهال ده، چې د امريکا متحده ايالاتو تر دې وړاندې د يادې ادارې شاوخوا ۴۰ سلنه بوديجه ورکوله.

د امريکا د حکومت په وينا، د اقتصادي ستونزو له امله د کډوالۍ نوې څپه د پناه غوښتنې پر بهير ډېر فشار راوستی، او له همدې امله يې مالي ملاتړ راکم کړی دی.

اړوند خبرونه