ډېر لوستل شوي

سند کې پر جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډي بيا برید؛ د پاکستاني پوځ څو سرتېري وژل شوي

د پاکستان د سند ایالت د شکارپور په سيمه کې د جعفر اېکسپرېس پر رېل‌ګاډي د بمي چاودنې مسووليت د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکې يوې وسله‌والې ډلې «بلوچ ریپبلکن ګارډز» ډلې منلی دی.

د يادې ډلې وياند دوستين بلوچ ويلي، رېل‌ګاډی هغه مهال په نښه شوی، چې پاکستاني پوځیانو په کې سفر کاوه.

د نوموړي په وينا، په چاودنه کې څو تنه پوځيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. ياده دې وي، چې تېره مياشت هم په کوټه ښار کې د جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډی د ورته چاودنې ښکار شوی و.

اړوند خبرونه