ډېر لوستل شوي

يوه ورځ کې ۸۱۰ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ له بېلابېلو لارو سلګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي او اړوندو کمېټو ورته اړين خدمتونه وړاندې کړي دي.

د ياد کمېسيون د راپور پر بنسټ، په ټوليز ډول ۸۱۰ کورنۍ چې ۴۲۴۵ تنه کېږي ثبت شوې، ۹۱۳ کورنۍ چې ۵۲۲۹ غړي کېږي، بېلابېلو ولايتونو ته لېږدول شوي او له ټولو کورنيو سره مالي مرستې هم شوې دي.

په جلا توګه، د اسلام کلا له لارې ۱۳۸ کورنۍ، د ورېښمو لارې له لارې ۵۰ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۴۲۹ کورنۍ او د تورخم له لارې ۱۹۳ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.

د مسوولينو په وينا، په دې ترڅ کې د روغتيايي خدمتونو کمېټو د سلګونه کسانو درملنه کړې، د وړيا انټرنېټي بستو سره نږدې ۷۰۰ سيم‌کارتونه وېشلي او کډوالو ته د هېواد، اسلامي نظام، ښوونې او زغم په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی. د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ټينګار کړی، چې د کډوالو د راستنېدو او د هغوی د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لړۍ به په منظم ډول روانه وي.

اړوند خبرونه