ډېر لوستل شوي

پاکستان کې سږ کال نږدې دوه نيم زره کسان په امنیتي پېښو کې وژل شوي

په پاکستان کې روان ۲۰۲۵ کال د امنیتي پېښو له پلوه د تېرو لسو کلونو تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی.

د فرانس پرېس د راپور له مخې، دا معلومات د اسلام‌اباد د څېړنې او امنیتي مطالعاتو د مرکز په تازه راپور کې خپاره شوي چې پرون دوشنبې وړاندې شوی دی.

په راپور کې ويل شوي، یوازې د روان کال په نهو میاشتو کې د امنیتي پېښو له امله ۲۴۱۴ کسان وژل شوي دي، حال دا چې په ۲۰۲۴ کال کې د وژل شویو ټول شمېر ۲۵۴۶ ته رسېده.

ويل کېږي، چې د وژل شویو په ډله کې هم ملکیان شامل دي او هم پوځیان.

راپور زیاتوي، سره له دې چې د روان کال درې میاشتې لا پاتې دي، خو د تاوتریخوالي د دوام له امله ښایي د مرګ‌ژوبلې کچه لا لوړه شي.

د څېړنیز مرکز د ارزونې له مخې، سږ کال هم د بریدونو ګراف لوړ شوی او هم د پوځ د ځوابي عملیاتو شمېر، چې له همدې امله د مرګ‌ژوبلې کچه د تېر په پرتله ډېره ده.

اړوند خبرونه