ډېر لوستل شوي

د هند پر یو بس د ځمکې راښویېدو پېښه؛ د ۱۵ کسانو مړینه تایید شوې

هندي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد «پردېش» ایالت په یوه غرنۍ سیمه کې پر بس موټر د ځمکې راښویېدو له امله ۱۵ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. 

رسنیو د پردېش ایالت د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دا پېښه تر سختو بارانونو وروسته د ځمک‌ښویېدنې له امله شوې ده.

د راپورونو له مخې چې له پېښې وروسته ۱۵ مړي او دوه ټپیان را ایستل شوي، خو د یو بل لادرکه کس د موندلو عملیات پیل شوي دي. 

د هندي چارواکو په وینا چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

په ورته وخت کې د هند لومړي وزیر «نریندرا مودي» پر دې پېښه خواشیني ښودلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.  د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په هند کې د ځمکې ښویېدو له امله ګڼ‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

اړوند خبرونه