ډېر لوستل شوي

هرات کې لسګونه وسلې او نظامي توکي ضبط شوي

کورنیو چارو وزارت په هرات ولایت کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د لسګونه وسلو او نظامي توکو د کشف او ترلاسه‌کېدو خبر ورکړی دی.  

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو هلته ۱۴ کلاشینکوف، ۶۴ بېلابېل تپانچې، ۸ ښکاري ټوپک، ۳ بالازن، یوه پیکا، یوه پاپشه، ۸۱ لاسي بمونه، ۲ زره ۸۰۰ د پیکا مرمۍ او ۲۰۰ د بالازن مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي. 

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عملیاتو په پایله کې همداراز یو لاسي دوربین، ۱۲ لاسي مخابرې، یو د ټانک ضد ماین، ۲ نارنجک، ۹ د راکټ سرګلولې، ۷ د بالازن شاجورونه، ۶ د پلټنې الې، ۱۶ پولیسي ډنډې او نور نظامي توکي هم کشف او ضبط شوي دي. 

کورنیو چارو وزارت ویلي د یادو وسلو او نظامي توکو په تړاو یو شمېر کسان نیول شوي هم دي چې دوسیې یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوې دي. 

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو سلګونه وسلې او بېلابېل نظامي تجهیزات کشف او ترلاسه شوي وو.

اړوند خبرونه