د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وایي له ایران څخه د کډوالو په راستنېدو سره دې ولایت کې د شنوخونو شمېر د پام وړ زیات شوی، او په وینا یې چې په تېر یو نیم کال کې شاخوا ۷۰۰ نوې شنې خونې جوړې شوي دي.
د یاد ریاست مسوولینو امید راډیو ته ویلي چې تېر کال ۸۰۰ خو سږ کال یاد ولایت کې د شنو خونو شمېر تر ۱۵۰۰ رسیدلی چې پکې بادرنګ، دومله مرچ، رومیان او یو شمېر نوره تازه ترکاري کرل کېږي.
مسوولینو ویلي چې په ځینو ولسوالیو کې د عامهپوهاوي پروګرامونه پیل شوي او ترڅنګ یې په روان کال کې ۱۳۰ بزګرانو ته د زعفرانو پیاز وېشلي او اوسمهال سروې روانه ده څو د یاد ولایت بزګرانو ته د اصلاح شويو تخومو په ګډون کیمیاوي سرې وویشي.
بلخوا د شنو خونو یو شمېر بزګرانو له امید راډیو سره په خبرو کې ویلي چې کارونه یې ښه دي خو معیاري نه دي. دوی غوښتنه کوي چې د معیاري شنوخونو د جوړېدو تر څنګ دې ورسره د وسایلو مرستې وشي او د په بندرونو کې دې د بې کیفیته کرنیزو درملو مخه ونیول شي.
د امید راډیو خبریال په راپور کې ویل شوي چې د کرنې ریاست مسوولین هم د شنوخونو د بزګرانو ستونزې مني خو وایي تر پخوا یې دې برخه ته ډېر پام کړی ځکه خو یې په شمېر کې زیاتوالی راغلی.
مسوولینو ډاډ ورکړی چې ژر به د وسایلو برخه کې له دوی سره مرستې وشي او د بازار او بې کیفیته کرنیزو توکو د واردېدو په تړاو به له اړوندو ادارو سره خبرې وکړي او شته ستونزې به یې هم حل کړي.

