عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د یاد وزارت له لوري د سترګو غوره لید او له ړوندوالي څخه د مخنیوي په موخه د عامهپوهاوي غونډه شوې ده.
د روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې چې په یادو مراسمو کې د دغه وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالولي صدیقي، د مقام د دفتر لوی رییس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رییسانو، د ملي او نړیوالو بنسټونو مسوولینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې د سترګو سالم استعمال او ساتنې په اړه بحثونه شوي او په دې برخه کې د عامهپوهاوي پروګرامونو پیلېدل اړین بلل شوي دي.
سرچینې لیکلي، په غونډه کې د لومړنیو روغتیایي خدماتو وړاندې کولو رییس، ډاکټر ذبیح الله حارث ویلي چې د دوی ګرځنده روغتیایي ټیمونه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته د سترګو درملنې برخه کې بېلابېل خدمات وړاندې کوي.
د نوموړي په وینا چې په دې خدماتو کې د سترګو معاینات، عینکې او د سترګو پردو عملیاتونه شامل دي او د عامې روغتیا وزارت په ځانګړې پاملرنه به دغه خدمات لا پراخ شي. بلخوا د سترګو د روغتیایي پاملرنې ملي همغږۍ امر، ډاکټر اغامحمد عابد طوطاخېل ویلي چې روغتیایي ټیمونه به راتلونکو نږدې ورځو کې د کابل ولایت احمد شاه بابا مینې سیمه کې د سترګو پردو ۲۰۰ عملیات ترسره کړي.

