ډېر لوستل شوي

د ټولګټو وزارت تخنیکي او وسپنې پټلۍ مرستیالانو له قزاقستاني پلاوي سره کتلي 

ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د یاد وزارت تخنيکي مرستيال مولوي عبدالکريم فاتح، د وسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او تخنيکي ټيمونو د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت له مرستيال «ژانيبک ژومايويچ تايژانوف»، د صنعت او ساختمان وزارت له مرستيال «شرخان ايران شرخانويچ» او مل پلاوي سره کتلي دي. 

سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او قزاقستان د تاريخي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزيټي اړيکې پر لا پراختیا خبرې شوې دي.  

په دې کتنه کې قزاقستاني پلاوي ویلي چې د سفر موخه يې د تورغونډۍ – هرات او هرات – سپين بولدک وسپنې پټلۍ پروژې د عملي پلان تطبيق کولو ته چمتووالی دی.

بلخوا د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستيال ویلي چې دامهال د ټولګټو وزارت له لوري د هرات – کندهار وسپنې پټلۍ پروژې د سروې چارې بشپړې شوې او د ډيزاين کارونه یې روان دي.  د ټولګټو وزارت مسوولینو قزاقستاني پلاوي ته ډاډ ورکړی چې افغانستان د يادې پروژو د عملي کار پيل ته بشپړ چمتووالی لري او بايد دا پروژه د اسلامي امارت د نافذه قوانينو په رڼا کې تطبيق شي.

اړوند خبرونه