ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې د تخار او بغلان ولایتونو ملي اسلامي اردو ته جذبشوي ۴۰۰ ځوانان له درېمیاشتنیو فکري، مسلکي او پوځي زدهکړو څخه فارغ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا ځوانان پرون د هغو ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي چې د یاد وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، د ښوونې او روزنې رییس شیخ دادمحمد محمدي، د یادې قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله مدني او د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر منسوبینو پکې ګډون درلود.
سرچینې لیکلي چې یاد ځوانان د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د عبدالله بن مسعود رض د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ د عسکرانو بنسټیزو زدهکړو ښوونځي له یولسمې دورې فارغ شوي دي.
مسوولینو په دې مراسمو کې فارغشویو ته په خطاب کې ویلي: “تاسو د پوځي زدهکړو په ترلاسه کولو سره یوه الهي فریضه ترسره کړه او له اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې لپاره مو ځانونه د الاعداد په زیور سمبال کړل، موږ ته قومیت، ملیت او سمت مطرح نه دی، بلکې موږ یو واحد ملت یو او د یو امیر اطاعت کوو.”
مسوولینو همداراز ټینګار کړی چې د اسلامي نظام د استحکام او پیاوړتیا لپاره باید سره یو شي او له هر ډول کرکې څخه لاس واخلي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې یاد مراسم فارغانو ته د تصدیقپاڼو په ورکولو پایته رسېدلي دي.

