د هند بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې دغه هېواد د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزلهځپلو افغانانو لپاره د خوراکي او طبي توکو تازه مرسته رالېږلې ده.
د دغه وزارت ویاند «رندهیر جیسوال» ویلي چې دا مرسته د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي او هند بهرنیو چارو وزیر «جې شنکر» ترمنځ له کتنې وروسته افغان لوري ته تسلیم شوې ده.
هند تر دې مخکې هم د کونړ او ننګرهار له زلزلهځپلو سره د بېلابېلو توکو مرستې کړې وې.
شاوخوا یوهنیمه میاشت مخکې د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه کونړ کې د خونړۍ زلزلې له امله نږدې دوهنیم زره کسان مړه او شاوخوا درېنیم زره نور ټپیان شول.
د راپورونو له مخې چې د دې زلزلې له امله له شپږو زرو ډېرو کورونه ویجاړ شول.
له دې زلزلې وروسته ځینو هېوادونو او په کور دننه او بهر ګڼو مرستندویه ادارو بېړنۍ مرستې وکړې او له افغانستان سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

