ډېر لوستل شوي

تېرې شپې جګړه کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

د افغانستان دفاع وزارت یوې معتبرې سرچینې امید راډيو ته وویل، چې ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني اهدافو بریدونو پایله کې ۵۸ د پاکستان پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

یاده سرچینه وايي، چې دا پاکستاني پوځیان د افغان وسله وال ځواک له لوري د هېواد ۵ ولایتونو کې د فرضي کرښې په اوږدو کې وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې ۱۸ پاکستاني سرتېري د خوست په ځاځي میدان، ۱۳ د پکتیا په ځاځي اریوب، ۱۵ په ننګرهار او کونړ او ۱۲ د هلمند په بهرامچې کې وژل شوي دي.

سرچینې همداراز ویلي، چې یوازې ۲۱ پاکستاني عسکر په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده، چې افغان ځواکونو تېره شپه د پاکستاني بریدونو غبرګون کې د هغوی پوځي اهداف د فرضي کرښې په اوږدو کې په نښه کړل، چې مرګ ژوبلې تر څنګ یې ګڼې پوستې ورته له منځه یوړې.

اړوند خبرونه