ډېر لوستل شوي

د ا.ا.ا ویاند: امنیتي وضعیت با ثباته دی؛ مغرضې کړۍ هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ واټن زیات کړي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، د افغانستان امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی او هېواد د سیاسي او امنیتي ثبات پر لور روان دی. نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې زیاته کړه، چې په تېرو اتو میاشتو کې هېڅ ستره سیاسي یا امنیتي پېښه نه‌ده رامنځته شوې.

ښاغلی مجاهد وايي، د اسلامي امارت ځواکونه په ټولو رسمي پولو او فرضي کرښو بشپړ کنټرول لري او د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی شوی دی.

نوموړي وویل: “ځیني مغرضې کړۍ هڅه کوي چې د خلکو ذهنونه مغشوش کړي، کاذب تبلیغات وکړي، او د افغانستان او پاکستان ترمنځ واټنونه رامنځته کړي. دغه کړۍ نه غواړي چې سیمه له تاوتریخوالي خلاصه شي.”

د اسلامي امارت ویاند په خپلو څرګندونو کې پاکستان پوځ کې ځینې کړۍ یادې کړې چې، د ده په وینا، د افغانستان د پرمختګ مخالفت کوي او هڅه کوي افغانان د یو بل پر ضد راوپاروي.

مجاهد وایي، چې دا کړۍ نه یوازې د افغانستان پر خاوره بریدونه کوي، بلکې د نشه‌يي توکو له کر او قاچاق سره هم تړلي دي او په خپلو سیمو کې د داعش خوارجو په پټنځایونو سترګې پټوي، تر څو د سیمې امنیت ګډوډ کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د ملي او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې، متوازنې اړیکې غواړي، خو هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته زیان ورسوي.

اړوند خبرونه