ډېر لوستل شوي

فراه کې ۸۰ کیلو ګرامه «تاریخ‌تېر» درمل راټول شوي

عامې روغتیا وزارت په فراه او کونړ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیايي کتنځایونو، د خوراکي توکو پلورنځیو او هوټلونو څخه د نظارت ترسره‌کېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکلي شوي چې دا نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسوولینو له لوري شوی چې په پایله کې یې په فراه ولایت کې ۸۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل راټول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې راټول شوي «تاریخ‌تېر» درمل د له‌منځه‌وړلو په موخه مرکزي ګودام ته لېږدول شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په یاد ولایت کې دوه درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي هم دي.
“همداراز په کونړ ولایت کې هم یو درملتون د قانوني جواز نه لرلو له امله وتړل شو.”
عامې روغتیا وزارت دا هم ویلي چې دغه راز د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسوولینو ته د بې‌کیفیته توکو پلور او شفري نسخو مخنیوي او روغتیایي قوانینو مراعتولو په موخه لازمې سپارښتنې شوې دي.

اړوند خبرونه