د قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارتونو د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني لوري ترمنځ وروستیو نښتو ته غبرګون ښودلی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له دواړو لورو غوښتي، چې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ژبه غوره کړي. په دې اعلاميه کې يې ټينګار کړی، چې د اختلافاتو د مهارولو لپاره ګډ کار ته اړتیا ده، څو د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیول شي او د سیمې امنیت او ټیکاو وساتل شي.
په ورته مهال، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم د ډیورنډ کرښې پر اوږدو د نښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. اعلامیه کاږې، اړینه ده چې دواړه خواوې له زغم کار واخلي او شخړې د خبرو له لارې حل کړي.
سعودي عربستان زياته کړې، چې د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له ټولو سیمهییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي او تل د سولې د ټینګېدو هڅو ته ژمن پاتې شوی دی.

