د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، په یو لړ تازه ګومارنو کې د بېلابېلو دولتي بنسټونو او ولایتونو لپاره نوې ټاکنې شوې دي.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد وايي، چې د نیمروز پخوانی والي شیخ محمد قاسم خالد د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې د مرستيال په توګه، او حاجي محمد وزیر بادشاه د همدې وزارت د تأمیناتو د مرستيال په توګه ګومارل شوي دي.
ښاغلی مجاهد زياتوي، چې د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو په وړاندي د مبارزې مرستيال ملا عبدالحق همکار د ټولګټو وزارت د مالي او اداري مرستيال په توګه، حافظ محمد امین جان عمري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مالي او اداري مرستيال او مولوي عبدالقیوم روحاني د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.
په تازه بدلونونو کې ملا محمد حنیف حمزه د بادغیس ولایت والي، مولوي عبدالمنان محمود د نیمروز والي او مولوي عبدالله مختار د خوست والي په توګه ګومارل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، قاري محمد اسماعیل راسخ د جوزجان ولایت امنیه قوماندان، مولوي محبالله حماس د ننګرهار امنیه قوماندان او حافظ سیدالرحمن د زابل ولایت مرستیال ټاکل شوي دي.
په همدې لړ کې ملا فریدالله قیام د میدان وردګ مرستیال، مولوي سردار محمد مدني د غزني مرستیال، مولوي عبدالستار صابر د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د رئیس ارکان، او حافظ عبدالرشید د خوست ښاروال په توګه ګومارل شوي دي.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد د يادو ګومارنو موخه د اداري چارو د لا منظمول، د مسوولیتونو اغېزمنه اجرا، او د حکومتي فعالیتونو پیاوړتیا ښودلې ده.

