ډېر لوستل شوي

د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې افغان ځواکونه د خلکو لخوا ستایل شوي

وړمه شپه د فرضي کرښې تر څېرمه پر پاکستاني پوستو د افغان ځواکونو له غچ‌اخیستونکو بریدونو وروسته، نن د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې افغان ځواکونه ستایل شوي دي.
د خوست مسوولینو امید راډیو ته ویلي چې نن ماسپښين دوې نيمې بجې د خوست ولسونو لخوا د دغه ولايت په عمومي چوک څلورلارې کې افغان ځواکونه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ستایل شوي دي.
په دې مراسمو کې د خوستيو ولسونو له منځه، زرګونه ځوانانو، دیني عالمانو او محصلانو ګډون کړی و. ګډونوالو هغه افغان ځواکونه ستایلي چې د فرضي کرښې د دفاع او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې یې زړور اقدام کړی و.
په ورته مهال د خوست امنیې قوماندانۍ ویلي چې د دغو مراسمو پر مهال افغان ځواکونو ته ګلان ور ترغاړې شوي او د وړمې شپې مېړانه یې د خوست لپاره ویاړ بلل شوې ده.
همداراز په پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې هم زرګونه ولسي خلکو د افغان ځواکونو د وړمې شپې زړورتیا ستایلې او له دوی یې د هر اړخیز ملاتړ غږ اوچت کړی.
په یادو ولایتونو کې ولسي خلکو د پاکستان د تېري پر وړاندې د افغان ځواکونو د غاښ‌ماتوونکي ځواب بریا نمانځلې او له دوی یې هراړخیز ملاتړ اعلان کړی دی.
په ورته مهال د پلازمېنې کابل په بېلابېلو سیمو، لکه وزیر اکبرخان، میرویس میدان سیمو کې زرګونه هېوادوال د افغان ځواکونو د ستایلو په موخه راوتلي او د پاکستان پر وړاندې یې د دوی د وړمې شپې زړورتیا ستایلې ده.
وړمه شپه افغان ځواکونو په ځینو ولایتونو کې د فرضي کرښې تر څېرمه پر پاکستاني پوستو غچ‌اخیستونکي عملیات وکړل چې په پایله کې یې له ۵۰ ډېر پاکستاني عسکر ووژل شول او لسګونه پوستې د افغان ځواکونو له لوري ویجاړې شوې.

اړوند خبرونه