ډېر لوستل شوي

زلمی خليل‌زاد: د پاکستان چارواکي د ډيپلماسۍ پر ځای ځان ته ژور کنده کيندي

د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستيو تاوتريخوالو په تړاو غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې د پاکستان حاکم بنسټونه د ستونزو د حل لپاره د ډيپلوماتيکو لارو پر ځای ځان ته «ژوره کنده» کيندي.
خليل‌زاد د پاکستان دا کړنې د «افسوس» وړ بللې او ټینګار يې کړی، چې اسلام‌اباد بايد د تاوتريخوالي او پوځي اقدام پر ځای د سولې، خبرو او هوکړې لارې خپلې کړي.
د ويلو ده، چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستيو نښتو او متقابلو څرګندونو له امله اړيکې ترينګلې شوې دي.

اړوند خبرونه