ډېر لوستل شوي

لاهور کې پر لاریونوالو د پاکستاني پوليسو مرګونی برید؛ تر ۳۰۰ ډېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی

په لاهور ښار کې د پاکستانی پولیسو له لوري د «تحریک لبیک ګوند» پر لاریونوالو په مرګوني بریدونو کې تر ۳۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دې بريد کې د ياد ګوند د مشر خادم حسین رضوي زوی، انس حسین رضوي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچينو د عينې شاهدانو په حواله ويلي، له بریدونو وروسته لاریونونه نور هم شدت موندلی او د پاکستان حکومت يې مهارولو کې پاتې راغلی.
ويل‌کېږي، د پاکستان حکومت د روان بحران د حل لپاره له سختو ننګونو سره مخ دی او هڅه کوي وضعیت تر خپلې ولکې لاندې راولي.

اړوند خبرونه