د هلمند ځایي مسوولین وایي، د یاد ولایت په «بهرامچې» ولسوالۍ کې هېواد ته د ۲۰ زره ۸۵۰ لیټره تېلو د غیرقانوني راوړلکېدو مخه نیول شوې ده.
د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا تېل په ۸ سیفا موټرو کې بار وو چې د یادې قول اردو د اووم نمبر سرحدي محمدي لواء د څلورم خالد بن ولید کنډک مسوولینو له لوري یې مخه نیول شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې د دې پېښې په تړاو لس مشکوک کسان نیول شوي او څېړنې ترې پيل شوې دي.
سرچینې دا هم ویلي چې د دې ترڅنګ د هغو موټرو مخه هم نیول شوې چې ۲۰۰۰ کیلو ګرامه مېس پکې ګاونډي هېواد ته قاچاق کېدل.
د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر همداراز ویلي چې تر دې وړاندې هم سرحدي ځواکونو د بېلابېلو خوراکي او غيرخوراکي توکو د قاچاق مخه نيولې ده.

