د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبريالانو ته ويلي، هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه حل او په وينا يې چې په دې تړاو خبرې شوې دي.
ټرمپ له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي: «دا به اتمه جګړه وي چې پای ته يې رسوم»
د امريکا ولسمشر په همدې مهال د حماس جهادي غورځنګ او د اسرائيلي شغالګرو ترمنځ د اوربند په ټينګښت کې د قطر رول هم ستايلی او د ياد هېواد امير يې يو زړور شخص بللی دی.

