د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وایي، هڅه روانه ده چې افغانستان د روغتیا په برخه کې د نورو هېوادونو له احتیاجه خلاص شي او خلکو ته د باور وړ، باکیفیته خدمات وړاندې شي.
نوموړی وایي، له بده مرغه ځینې ګاونډي او نور هېوادونه نه غواړي افغانستان پرمختګ وکړي، خو اسلامي امارت ژمن دی چې په هر سکتور کې ځان بسیا ته ورسیږي، په ځانګړي ډول د عامې روغتیا په برخه کې.
ښاغلي وزیر د «ډي اېن اې» لابراتوار پرانېستې مراسمو کې ویلي، د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته په دولتي روغتیايي سکتور کې د پام وړ اصلاحات راغلي او هڅه روانه ده چې د خلکو باور بېرته ترلاسه شي.
نوموړي وویل، د باکیفیته خدماتو لپاره به مجرب روغتیايي کدرونه جذب شي، د تجهیزاتو کچه به لوړه شي، او تشخیصیه خدمات به پراخېږي. د یادونې وړ ده، چې اوسني نظام چارواکو تل ډاډ څرګندوي، چې د روغتیايي سکټور د ځان بسیاینې لپاره یې جدي هڅې روانې دي.