د اسلامي امارت کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني د پکتیکا ولایت «ډیلې» ولسوالۍ ته د سفر پرمهال هلته د سیمهییزو مسوولینو، قومي مشرانو او ځوانانو په غونډه کې ګډون او وینا کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت لیکلي چې خلیفه سراجالدین حقاني د اسلامي نظام د حاکميت په موخه د يادې ولسوالۍ د اوسيدونکو قربانۍ ستایلې او د حکومت او ولس پر یووالي یې ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې د کورنیو چارو وزیر له قوله ویل شوي: “افغانانو ته دين او وطن دواړه مهم دي، د پياوړې اسلامي عقيدې په لرلو سره بايد په ګډه د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو.”
خلیفه سراجالدین حقاني همداراز ټینګار کړی چې د جهادي دورې په څېر بايد متحد و اوسي او د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړل شي.
د سرچینې په وینا چې د کورنیو چارو وزیر همداراز مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې له خلکو سره دې په نرمۍ چلند وشي او د خپلو اسلامي ارزښتونو درناوي ته دې سوق شي.