د عامې روغتيا وزارت د پلازمېنې کابل په دوو تخصصي روغتونونو «افغان جاپان او انتاني ملي تخصصي روغتونونو» کې د لومړي ځل لپاره د راډیولوژۍ مجهز مرکزونه پرانېستل.
د اميد راډيو خبريال د مسوولينو له قوله ويلي، په دغو مرکزونو کې د «سي ټي سکین( CT (Scan ماشینونه، ډاپلر ایکو ماشینونه او نوې رغول شوې ودانۍ شاملې دي، چې د پرمختللو طبي خدمتونو لپاره بشپړ تجهیزات لري.
د عامې روغتيا وزارت د معالجوي طب رئيس وحدت الکوزی د پرانېستې پر مهال ويلي، چې د دغو مرکزونو په فعالېدو سره به د تشخیص برخه پياوړې شي، زرګونو هېوادوالو ته به دقيق روغتيايي خدمتونه وړاندې شي او د وخت په موقع درملنه به ممکنه شي.
ښاغلي الکوزي زياته کړې، چې دا مرکزونه د عامې روغتيا په برخه کې يو مهم پرمختګ دی، ځکه له دې وروسته به د خلکو درملنه پر وخت تر سره کېږي، د مرګژوبلې کچه به راټيټه شي او ناروغان به اړ نه وي، چې د درملنې لپاره خصوصي روغتونونو ته ولاړ شي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې درې «سي ټي سکین» ماشینونه فعال وو، خو له دغو دوو مرکزونو سره به دا شمېر پنځو ته ورسېږي، چې د تشخيصي خدمتونو د لا ښه کولو لپاره به اغېزناک تمام شي.