د اسلامي امارت اطلاعاتو او کلتور وزارت د پاکستان له لوري د افغانستان هوایي حریم د نقض پر وړاندې د انتقامي غبرګون پرمهال د هېوادوالو دریځ ستایلی دی.
د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: “دوی د اتلو مجاهدینو، باشهامته ولس، ژمنو رسنوالو او قلموالو څخه د زړه له کومې مننه او قدردانی کوي چې د وروستیو پېښو پرمهال یې په ژمنتیا او پیاوړې ارادې د اسلامي نظام له حریم او خپلې خاورې او خپلواکۍ څخه دفاع کړې ده.”
د اعلامیې له مخې چې رسنۍ د ټولنې ستره فکري جبهه ده او د دوی هڅې د هېواد د ازادۍ او دفاع په برخه کې اغېزمن رول لري.
د ا.ا اطلاعاتو او کلتور وزارت همداراز له ټولو فرهنګي او رسنیزو بنسټونو، لیکوالانو او مبارزینو څخه غوښتي چې د هېواد د خپلواکۍ، یووالي او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او دفاع په برخه کې خپل فکري او تبلیغاتي مسوولیت ته دوام ورکړي.
په وروستیو کې افغان ځواکونو د پاکستان له لوري د افغانستان هوایي حریم د نقض په غبرګون کې د فرضي کرښې تر څېرمه پر پاکستاني عسکرو بریدونه وکړل چې له امله یې تر ۵۰ ډېر پاکستاني عسکر ووژل شول او ګڼشمېر تجهیزات ونیول شول.
د ویلو ده چې تېره شپه یو وار بیا پاکستاني لوري د کندهار په «سپینبولدک» کې پر افغانستان بریدونه وکړل چې په غبرګون کې یې افغان ځواکونو پاکستاني عسکرو ته درانه تلفات واړول

