په کندهار کې سرچینو امید راډیو ته ویلي چې نن سهار له شاوخوا څلور بجو راهیسې د افغان ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ سخته جګړه پیل شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې چې هلته لا هم د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېږي.
تر اوسه د کندهار امنیتي مسوولینو د دې نښتې په اړه رسماً څه نه دي ويلي.
د ویلو ده چې تېر ماښام په خوست کې هم د فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښتې شوې وې.
جزییات د امید راډیو په ټولنیزو پاڼو وڅارئ…