ډېر لوستل شوي

پکتیکا کې هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې

په سپین بولدک کې له جګړې وروسته همدا اوس د پکتیکا ولایت په تروو ولسوالۍ کې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې ده.

په ياد ولايت کې د اميد راډيو خبريال وايي، نښتې د «قمرالدین» او «خان‌محمد» په نوم دروازو کې زور اخیستی او سیمې ته تازه‌دمه کمکي ځواکونه هم رسېدلي دي.

په ورته مهال د «وړممۍ» ولسوالۍ د «لاړي» سرحدي دروازې په سیمه کې هم جګړه شوې. سيمه‌ييز چارواکي وايي، افغان ځواکونه د پوره تیارۍ او دفاعي حالت کې دي او د هېواد د خاورې او حریم د ساتنې لپاره په کلکه ولاړ دي.

اړوند خبرونه