ډېر لوستل شوي

خلیفه سراج‌الدین حقاني له ایراني پلاوي سره پر امنیتي مسایلو غږېدلی

د اسلامي امارت کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا لپاره د عمومي رییس، محمد رضا بهرامي او کابل کې د یاد هېواد له سرپرست سفیر، علی رضا بېکدلي سره کتلي دي.
سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې نشه‌يي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې او د ایران او افغانستان په پولو کې د همکارۍ پر پياوړتیا بحث شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د خلیفه سراج‌الدین حقاني له قوله ټینګار شوی چې افغانستان ټولو، په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې ښې اړیکې غواړي، ځکه چې په سیمه کې ناامني د هېچا په ګټه نه ده.
د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې اسلامي امارت د نورو حاکمیت او حیثیت ته د درناوي په لرلو سره له هغو لوریو هم د ورته درناوي تمه لري.
دا کتنه وروسته له هغې کېږي چې د تېرې اوونۍ په جریان کې د افغان ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښتې وشوې چې په پایله کې یې پاکستاني لوري ته درانه تلفات واوښتل او ډېر نظامي تجهیزات د اسلامي امارت لاسته ورغلل.

اړوند خبرونه