ډېر لوستل شوي

د ارزګان په «دهراود» ولسوالۍ کې ۹۰۰ متره اوږد کانال رغول کېږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی چې د ارزګان په «دهراود» ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د یو کانال د رغولو چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، ملا نورالهادي عادل امید راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد کانال د رغولو چارې د «دهراود» ولسوالۍ په «دراز جوی» سیمه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر، ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له لوري پیل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژه کې د دغه کانال د رغولو سربیره د استنادي دیوالونو او یو سربند جوړول هم شامل دي.
د سرچینې په وینا چې د دې پروژې د کار په جریان کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د نوموړې سیمې د اوسیدونکو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د دا ډول کانالونو د جوړولو او رغولو کارونه پیل شوي چې د ځینو چارې یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

اړوند خبرونه