د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شېراحمد حقاني د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ګيلس برتراند او مل پلاوي سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو په افغانستان کې د رسنيو خبريالانو د وضعيت، د دوی د پرمختګ او پياوړتيا او دغه راز د اروپايي ټولنې له لوري د تاريخي ابداتو، تعليم او په روغتيايي برخو کې د پلي شويو پروژو په تړاو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د اروپايي ټولنې استازي هيله څرګنده کړې چې د همکارۍ او هوکړې له لارې د خپل ماموريت په پلې کېدو سره هڅه کوي يو ښه اغېزمن رول ولوبوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزير د اروپايي ټولنې له استازي هرکلی کړی او د همکاريو له دوامه يې مننه کړې.
ښاغلي حقاني ويلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته شاوخوا ۱۸۰ نويو رسنيزو بنسټونو د فعاليت جوازونه ترلاسه کړي، د خبريالانو مصونيت خوندي شوی او د ژورنالېستانو د مرګ کوم راپور نهدی ثبت شوی. وزير د هېواد تاريخي ابدات د ملتونو ګډه شتمني بللې او زياته کړې يې ده، چې وزارت يې په دې برخه کې د ساتنې او بیارغونې لپاره عملي کارونه ترسره کړي دي.