ډېر لوستل شوي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي د راستنېدونکو افغانانو پر ملاتړ ټینګار کړی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي «ژېل برتران» او مل پلاوي سره په کتنه کې د راستنېدونکو افغانانو په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د اعلامیې له مخې چې په دې کتنه کې راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو رسولو او وروستیو سیمه‌ییزو مسايلو په هکله خبرې شوې دي.
په اعلامیه کې د ژېل برتران په حواله ویل شوي چې اروپايي ټولنې سږ کال د راستنېدونکو افغانانو لپاره نږدې ۵۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې چې د ملګرو ملتونو د ادارو او انجېوګانو لخوا به مصرف شي.
په ورته مهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له بشردوستانه لاسنیوي د مننې ترڅنګ ويلي چې اسلامي امارت له اروپایي ټولنې او اروپايي هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دی، خو ټینګار یې کړی چې نړۍ دې بشري مرستې نه سیاسي کوي.
سرچینې همداراز لیکلي چې په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر دا هم ویلي چې اسلامي امارت له سیمې او نړۍ سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

اړوند خبرونه