ډېر لوستل شوي

لوګر کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا پروژه پرانیستل شوه

د برېښنا یادو پروژو مراسمو کې د لوګر برېښنا رئیس میر احمدولي هاشمي وایي، چې د ولایت مرکز او اړوند نورو ولسوالیو کې د برېښنا رسونې چارې دوام لري او پاتې ولسوالیو ته هم د برېښنا د رسونې پلانونه چمتو شوي دي.

د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د لوګر مرستیال والي مولوي محمد‌انور دین‌پرور له قوله ويلي، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته نه یوازې لوګر، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د برېښنا په برخه کې مهم پرمختګ شوی، کوم چې په تېرو شل کلونو کې نه و شوی.

ښاغلي دین‌پرور د برېښنا د سپما پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت د مشرانو په هڅو به په راتلونکې کې ټول هېوادوال د برېښنا نعمت څخه برخمن شي.

د ويلو ده، چې یاده پروژه د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري د ۴۴ میلیونه افغانۍ په لګښت جوړه شوې او په ۱۲ کلیو کې د خلکو د استفادې لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

اړوند خبرونه