د ریاستالوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي سرې میاشتې ته د ځانګړې شوې اوونۍ په مراسمو کې د وینا پرمهال ویلي چې دې ادارې ته د اوونۍ له ځانګړيکولو یې موخه اړمنو او زيانمنو هيوادوالو ته د مرستو راټولول دي.
نوموړي ویلي چې په وروستۍ نيمه پېړۍ کې افغانان له يوې خوا د تحميلي جګړو، اقليمي بدلونونو او طبيعي پېښو لکه سېلابونو او زلزلو له امله ځپل شوي او له بل لوري په وروستيو دوو کلونو کې له ګاونډيو او نورو هيوادونو څخه شاوخوا درې ميليون هيوادوال راستانه شوي دي.
مولوي عبدالسلام حنفي پر نړیوالو سازمانونو او ملي سوداګرو غږ کړی چې د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې، دوی ته د دایمي استوګنې او کارموندنې برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال همداراز ویلي چې له سرې میاشتې سره د ملي سوداګرو او صنعتکارانو همکاري به وکولای شي چې دغه بنسټ اړمنو او ځپلشویو کسانو ته رسېدنه وکړي.

