د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د «تحریک انصاف ګوند» بندي مشر عمران خان د افغانستان او پاکستان تر منځ روانې ترینګلتیا د اندېښنې وړ بللې ده.
نوموړي له «اډیال» زندانه پر خپلې اېکس پاڼې په خپاره کړي بیان کې د پاکستان د پوځي مشرانو په تګلارې نيوکه کړې او د پخواني پوځي مشر یحییٰ خان د دورې په یادولو سره ویلي، چې تاریخ ښيي پوځي دېکتاتوران هېڅکله د سولې په راوستلو نه دي توانېدلي، ځکه هغوی ته د پوځي حل پرته بله لار نه ښکاري.
عمران خان زیاته کړې: “سیاستوال د شخړو د حل لپاره د «معاملهپوهنې» لارې غوره کوي، او که اوسني چارواکي دا کار نه شي کولای، نو ما دې په مشروط ډول خوشی کړي څو د افغانستان او پاکستان تر منځ د تلپاتې سولې د راوستلو لپاره خپله هڅه وکړم. “
د ويلو ده، چې تر اوسه د پاکستان حکومت او پوځ د عمران خان دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.