ډېر لوستل شوي

ډونالد ټرمپ «CIA» ته په وېنزوېلا کې د عمليات اجازه ورکړې

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تائيد کړې، مرکزي استخباراتو یا «CIA» ته يې په وېنزویلا کې د پټو عملیاتو د ترسره کولو اجازه ورکړې ده.

د نیویارک ټایمز د یو شمېر امریکایي چارواکو په حواله ويلي، چې د ټرمپ دولت هڅه کوي د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو له واکه لرې کړي.

رویټرز بیا په خپل تازه راپور کې لیکلي، چې د امریکا حکومت دا هڅې د نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي په نوم بولي او ادعا کوي چې له وېنزویلا څخه امریکا ته د نشه‌يي توکو د لېږد هڅې روانې دي.

بلخوا د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د واشنګټن دا دریځ رد کړی او ویلي یې دي، چې امریکا د عراق د جګړې د پخوانۍ پلمې په څېر هڅه کوي د «نشه‌يي توکو» تر نوم لاندې د وېنزویلا خاوره اشغال او د دې هېواد د تېلو زېرمې لاندې کړي.

اړوند خبرونه