د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی چې هېواد ته د ازبکستان ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا لېږد مزی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړوند آمو سیند کې اوبو ته لوېدلی او د ازبکستان وارداتي برېښنا له نیمایي اندازې څخه کمه شوې ده.
د یاد شرکت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې تخنیکي عارضې له امله د ازبکستان وارداتي برېښنا په مسیر کې پر سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کابل باندې اضافي پرچاوي تطبیق کېږي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې تر څنګ به ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته د تخنیکي امکاناتو په شتون کې برېښنا ورکول شي. د افغانستان برېښنا شرکت همداراز ویلي چې د دې عارضې بېړنۍ رفع کولو لپاره د افغانستان برېښنا شرکت او ازبکستان هېواد د برېښنا تخنیکي ټیمونه په ګډه د ستونزې ژر حل لپاره هڅه کوي.