د فرانسې خبري اژانس د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي د کتنې خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې چې زیلنسکي له امریکا څخه د «تاماهاک توغندیو» د ترلاسهکولو په موخه نن (جمعه) په سپینه ماڼۍ کې له ډونالډ ټرمپ سره کتلي دي.
تر دې مخکې ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې په اړه د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره ټېلفوني خبرې کړې وې.
ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو چې ټاکل شوې، یو وار بیا د مجارستان په پلازمېنه بوداپست کې له «پوتین» سره مخامخ وویني. د ویلو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره د ټرمپ هڅې ګړندۍ شوې، خو لا هم د دې جګړې د پایتهرسېدو کومې پایلې نه تر سترګو کېږي.