په شمالي وزیرستان کې ځايي رسنیو خبر ورکړی چې هلته په «میرعلي» سیمه کې د پاکستان پر یو پوځي مرکز موټر بم برید شوی او مسوولیت د «ټيټيپي» حافظ ګل بهادر څانګې منلی دی.
په راپورونو کې د «ټيټيپي» په حواله ویل شوي چې له برید وروسته د دوی ۱۲ وسلهوال یاد مرکز ته ننوتي او له پاکستاني پوځیانو سره په جګړه بوخت دي.
ځايي رسنیو تر اوسه د دې جګړې له امله د اوښتې مرګژوبلې په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.