د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمان د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې ویلي چې پاکستان نور د جګړې د دوام توان نه لري، خو دا جګړه د دواړو هېوادونو په زیان ده.
هغه پرون (پنجشنبې) په دېره اسماعیل خان کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال د تېرې اوونۍ پر نښتو اندېښنه ښودلې او د پایته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
د ویلو ده چې د افغان ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ په تېرو نښتو کې پاکستاني لوري ته درانه تلفات اوښتي دي.

