ډېر لوستل شوي

“نن دې د جمعې لمانځه په خطبو کې «د پاکستان پر تېري» هم خبرې وشي”

حج او اوقافو وزارت د هېواد له ټولو خطیبانو غوښتي چې نن د جمعې لمانځه په خطبو کې د ټاکل‌شوې موضوع ترڅنګ پر افغانستان د پاکستان د وروستي تېري او پر وړاندې یې د اسلامي امارت د مسوولانه ځواب‌ویلو پر موضوع هم خبرې وکړي.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه دې هېوادوالو ته ډاډ ورکړل شي.

د اعلامیې له مخې چې هېوادوال باید په هر حالت کې له خپل اسلامي نظام څخه کلک ملاتړ ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه