نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د «پېرو» هېواد په ټولو لویو ښارونو کې د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ د نښتې له امله پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
په راپورونو کې د دغه هېواد د چارواکو په حواله ویل شوي چې د لاریونونو له امله د پلازمېنې «لیما» په ګډون په ځینو ښارونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
دا زرګونه کسان د «پیرو» هېواد د دولت پر ضد واټونو ته راوتلي چې په ځینو ښارونو کې یې له پولیسو سره نښتې کړې دي.
د راپورونو له مخې چې لاریونوال پر دولت تور لګوي چې د هېواد د بحران په هوارولو کې پاتې راغلی دی.
د ویلو ده چې په وروستیو کې د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د دولتونو ضد لاریونونه زیات شوي چې په ځینو مواردو کې په تاوتریخوالي هم اوښتي دي. تېره اوونۍ په پاکستان کې د تحریک لبیک ګوند پر لاریونوالو د پاکستاني پوځیانو په ډزو شاوخوا ۳۰۰ کسان ووژل شول او نږدې دوه زره نور ټپيان شوي وو.