د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د غزني په واغظ او زنخان ولسوالیو کې د ۶ میلیون ۶۹ زره ۲۷۲ افغانیو په لګښت د لسو کاریزونو د پاکارۍ او بیارغونې پروژه بشپړې ده.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دې پروژې د پليکېدو پرمهال د خانمود کلا، فتحې کلا، زړې کلا، چهاردیوال، شیخو، جلال، ګوګرد، تورمې، سرخ تالا او خشکک کاریزونه پاک او بیارغول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره په کاریزونو کې اوبه ډیرې شوې او په دې برخه کې به د خلکو ستونزې هوارې شي. د ویلو ده چې د دې پرژوې د چارو پرمهال ۵ زره ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، او چارې یې د یونیسکو موسسې په مالي لګښت د غزني د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.