د اسلامي امارت رییس الوزراء، ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا له لومړي وزیر «داتو محمد انور ابراهیم» سره پر دوو اړخیزو اړیکو او د پاکستان لخوا د افغانستان د حریم د نقض په اړه ټېلفوني خبرې کړې دي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې چې رییس الوزراء د اسلامي امارت اصولي دریځ بیان کړی او ویلي یې دي چې افغانستان د جګړې پلوی نه دی.
نوموړي وروستیو پېښو ته په اشارې ویلي چې لومړی د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان د حریم په نقضولو د جګړې پیلوونکی و.
په خبرپاڼه کې د ملا محمد حسن اخوند له قوله راغلي: “د هېواد د ملي دفاع وزیر په مشرۍ له پاکستاني لوري سره په دوحه کې خبرې روانې دي او موږ خبرو ته په درنښت منتظر یو چې کومو پایلو ته رسېدلای شو.”
سرچینې لیکلي چې بلخوا د مالیزیا لومړي وزیر د افغانستان او پاکستان تر مینځ له کړکیچ وروسته د خبرو پر پیل کېدو خوښي ښودلې او د دیپلوماسۍ له لارې يې د مسئلې پر حل ټینګار کړی دی.
داتو محمد انور ابراهیم د خبرو او د مسئلې پر حل د ټینګار ترڅنګ له خپله اړخه د مرستې تیاری ښودلی دی.