ډېر لوستل شوي

ايران د کابل او اسلام‌اباد د اوربند هوکړه «ګټوره او رغوونکې» بللې

ايران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سم‌لاسي اوربند په تړاو مثبت غبرګون ښودلی او دا هوکړه يې «ګټوره او رغوونکې» بللې ده.

د افغانستان په چارو کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي محمدرضا بهرامي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي: “د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند او د اختلافاتو د حل لپاره د سياسي خبرو پرېکړه يوه «ګټوره، رغوونکې او د پام وړ اقدام» دی. “

بهرامي ټينګار کړی، چې د سيمې د ټولو هېوادونو ګډه ګټه د ارامۍ، ثبات او امنيت په پياوړتيا کې نغښتې ده. دا په داسې مهال ده، چې د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې د ايران چارواکو درې ځله د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتريخوالي د زياتېدو په تړاو غبرګون ښودلی او له دواړو لوريو یې د زغم او د شخړو د حل لپاره د ډيپلوماسۍ د لارې کارولو غوښتنه کړې وه.

اړوند خبرونه