اسرائيلي چارواکي وايي، چې د حماس غورځنګ د شنبې په ماښام له غزې د اسرائيلو دوه مړي ورسپارلي دي.
اسوشيټېډ پرېس د يادو چارواکو په حواله ويلي، تر دې دمه د ۲۸ وژل شویو له ډلې د ۱۲ سرتېرو مړي سپارل شوي، چې دا د یوې اوونۍ اوربند په بهیر کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
د اسرائيلي چارواکو په وینا، د رفح یوازینی پوله به «تر بلې خبرتیا پورې تړلې» پاتې شي، څو حماس د پاتې مړو د سپارلو بهیر بشپړ کړي. بلخوا، حماس غورځنګ ویلي چې د غزې پراخې ویجاړۍ او د اسرائيلي پوځ سخت کنټرول د مړو د سپارلو بهیر ورو کړی دی.