ډېر لوستل شوي

پاکستان له اوربند هرکلی کړی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق‌ډار د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اوربند هوکړې هرکلی کړی او دا يې د «سمې لارې پر لور لومړنی ګام» بللی دی.

اسحاق ډار ويلي، دا هوکړه د سيمې د ثبات او متقابل تفاهم لپاره مهم فرصت برابروي. نوموړي د قطر او ترکيې هېوادونو د منځګړتيا رول ستايلی او د هغوی هڅې یې د يادې هوکړې په ترلاسه کولو کې اغېزمنې بللې دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړې چې د ترکيې په کوربتوب راتلونکې ناسته کې به يو ګډ نظارتي ميکانيزم جوړ شي، څو د هوکړې د عملي کېدو بهير وڅاري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا نوره هم پياوړې کړي.

اړوند خبرونه