د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي او د ترکمنستان د ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف په ګډون ګډ پلاوي نن د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې له عملي چارو لیدنه کړې ده.
د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت وايي، ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان له ملي رهبر څخه د ټاپي پروژې د پرمختګ د څارنې او د لا زياتې همغږۍ په موخه د مننې ترڅنګ ياده پروژه د سيمهييزې همکارۍ، اقتصادي يووالي او ګډې سوکالۍ لپاره مهمه بللې او څرګنده کړې يې ده، چې په افغانستان کې د دې پروژې عملي چارې ۱۴ کيلومتره پرمختګ کړی دی.
ملا برادر اخوند زیاته کړې، د اسلامي امارت لیدلوری یوازې تر ټاپي پروژې محدود نه دی، بلکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د پراخ اقتصادي دهلېز د رامنځته کولو هڅې روانې دي. دغه دهلېز د ټاپ-۵۰۰ برېښنا د انتقال پروژه، د رېل پټلۍ جوړونه، سړکونه او لوجستیکي مرکزونه رانغاړي، چې اسلامي امارت یې د پلي کېدو، امنيت او دوام لپاره ژمن دی.
ښاغلي برادر پر ترکمنستان او نورو نړیوالو شریکانو غږ کړی، چې په افغانستان کې د پانګونې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي او په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف د لیدنې پر مهال ويلي، د کابل او عشقآباد اړیکې پیاوړې شوې او د پراختیا په حال کې دي. نوموړي له اسلامي امارت مننه کړې، چې د ټاپي پروژې د پلي کولو په برخه کې یې هر اړخیزه همکاري کړې ده.
محمدوف ټاپي پروژه د ترکمن حکومت له لومړیتوبونو څخه بللې او زياته کړې يې ده، چې دا پروژه به د سیمې د اقتصادي ثبات په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي. نوموړي ټينګار کړی: “اوس د ټاپي د عملي کولو لپاره غوره شرایط برابر شوي او دا هغه یوازینۍ سیمهییزه پروژه ده، چې پراخ نړیوال ملاتړ لري. “
قربانقلي بردي محمدوف ډاډ ورکړی، چې ترکمنستان به د ټاکلي مهالویش له مخې د ټاپي پروژې چارې بشپړې کړي، چې له هغې څخه به افغانستان هر کال نږدې یو میلیارډ ډالره عاید ترلاسه کړي.
د ويلو ده، چې ملا عبدالغني برادر اخوند پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې د تقابل او غیر اصولي کړنو پر ځای دې د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې پیاوړې کړي او د هېوادونو ملي حاکمیت او د ملتونو عزت ته دې پوره درناوی ولري.