ډېر لوستل شوي

“هرات کې د کابل فولاد وسپنې ويلې‌کولو فابريکې دويم فاز پرانیستل شو”

د رییس‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ته د خپل سفر پرمهال د هرات صنعتي پارک کې د کابل فولاد وسپنې ويلې‌کولو فابريکې دويم فاز پرانیستی دی.
په دې پرانیستغونډه کې ملا عبدالغني برادر ویلي چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته سيمه‌ييزو او د نړۍ ډېرى هېوادونو له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره عملي ګامونه اخيستي او دا هڅې د لا پراخېدو په حال کې دي.
د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې د اقتصادي مرستیال له قوله راغلي: “اسلامي امارت د صنعت ودې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په همدې موخه يې په کور دننه د برېښنا توليد او وارداتي برېښنا لويې پروژې پيل کړې دي.”
نوموړي همداراز په ټولو پانګوالو غږ کړی چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په وینا یې چې اسلامي امارت پانګوالو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.
د ویلو ده چې د کابل فولاد وسپنې ويلې‌کولو فابريکې په دويم فاز ۲۰ ميليون ډالر پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د ۵۰۰ ټنه وسپنې د پروسس وړتيا لري.

اړوند خبرونه